۰

د افغان حاجیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو تړون لاسلیک شو

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۲
د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د راتلونکي کال د حج په مراسمو کې افغان حاجیانو ته د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرولو تړون لاسلیک شو.
د افغان حاجیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو تړون لاسلیک شو
د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د راتلونکي کال د حج په مراسمو کې افغان حاجیانو ته د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرولو تړون لاسلیک شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د دې تړون پر اساس د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ۳۰ زره افغان حاجیانو ته په مکې مکرمې او مدیني منورې ښارونو کې د عمارو، مشاعرو، خوړو او ټرانسپورټ ټول اړین خدمات وړاندې کوي.

دغه تړون د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو د عمومي رییس محمد نبي محمدي او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال دوکتور عبدالفتاح مشاط ترمنځ لاسلیک شو.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي