کونړ کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

26 جدی 1403 ساعت 9:00

د کونړ ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دې ولایت یوه اندازه ګران بیه ډبرې( بیروج) د بولۍ له لارې د ۴۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.


د کونړ ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دې ولایت یوه اندازه ګران بیه ډبرې( بیروج) د بولۍ له لارې د ۴۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال وویل چې د سوداګرو ستونزې به له لوړ پوړو چارواکو سره شریکې کړي او ډېر ژر به د دغو ډبرو د قانوني صادراتو اسانتیاوې هم برابرې کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې سرپرست حکومت د سوداګرو د ملاتړ او اقتصادي پرمختګ لپاره ژمن دی او د ستونزو د حل په برخه کې به اړینې هڅې ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179424

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179424/

جمهور
  https://www.jomhornews.com