د یوناما رییسې د طالبانو د اقتصاد وزیر سره کتلي

26 جدی 1403 ساعت 8:51

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست او د یوناما رییسې په هیواد کې د خلکو د اقتصادي اړتیاوو په مطابقت د بشري مرستو د وېش پر اغېزناک او راڼه بهیر خبرې اترې کړې دي.


د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست او د یوناما رییسې په هیواد کې د خلکو د اقتصادي اړتیاوو په مطابقت د بشري مرستو د وېش پر اغېزناک او راڼه بهیر خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اقتصاد وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست دین محمد حنیف، د کرنې او مالدارۍ او د روغتیایي خدمتونو پر پراختیا, د خوړو خوندیتوب, ټولنیز خوندیتوب, د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو پر پیاوړتیا, له خصوصي سکټوره پر ملاتړ ټينکار کړی او تخنیکي زده‌کړې یې د خلکو د ژوند د ښه‌والي لپاره مهمې بللې دي او ټینګار یې کړی چې، په ۲۰۲۵ کال کې تر ډېره د پراختیایي پروژو پر تطبیق تمرکز وشي.

په دغې کتنه کې په افغانستان کې د یوناما د مرستیال انډربکا راټواټه په ګډون ځینو نورو چارواکو هم شتون درلود.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179421

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179421/

جمهور
  https://www.jomhornews.com