د هرات ولایت د خطاطانو ټولنه وايي چې د هرات د اصلي اسلامي خطاطۍ د ژوندي ساتلو په هدف یې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همکارۍ د خطاطۍ د اثارو نندارتون جوړ کړی دی.
د هرات ولایت د خطاطانو د ټولنې مشر جلیل احمد توان نن سې شنبه (د مرغومي ۲۵ مه ) وویل چې دا نندارتون، چې "نسیم مهر" نومېږي، د څلورو ورځو لپاره ترسره شو.
هغه زیاته کړه چې په دې نندارتون کې د نستعلیق خطاطۍ د مختلفو ډولونو ۶۰ اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
غلام یحیی هروي، چې یو خطاط دی، د طالبانو له خوا د خطاطۍ د هنر لپاره د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس