د بل ګیټس بنسټ اعلان کړی چې په افغانستان کې به د پولیو د له منځه وړلو لپاره یو پروګرام د څو هیوادونو او اسلامي پراختیایي بانک سره په ګډه پیل کړي دی.
د جمبور خبري اژانس د راپور له مخې، د بل او میلندا ګیټس بنسټ د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴ مه) اعلان وکړ چې سږ کال به په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره یو پروګرام د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او... د اسلامي پراختیا بانک په همکارۍ پیل کړی دي.
د دې بنسټ د نړیوالې پراختیا مشر کریس الیاس د خلیج ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل چې دا پروګرام به د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق له لارې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې پولیو یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده.
جمهورخبري آژانس