د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره د کتنې پر مهال په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاو پر برابرېدو او د ستونزو پر حل ټینګار کړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې دواړه لورو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.
په کابل کې د ایران له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا او په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوې دي.
علي رضا بیکدلي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره له شته فرصتونو د ګټې اخیستنې هیله څرګنده کړه او د د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په پراختیا باندې ټينګار وکړ.
ستانکزي هم د بیکدلي د ماموریت په لړ کې د د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په تړاو هیله څرګنده کړه او په ایران کې یې د افغانانو د حضور لپاره د لازمو امکاناتو د برابرېدو او د هغوی د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس