۰

د کورنیو تولیداتو په ملاتړ په فاریاب کې د یوه نندارتون پیلېدل

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۰
د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د قوش تیپې (میمنې) په نوم نندارتون جوړ شو.
د کورنیو تولیداتو په ملاتړ په فاریاب کې د یوه نندارتون پیلېدل
د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د قوش تیپې (میمنې) په نوم نندارتون جوړ شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نندارتون د یوه خصوصي شرکت له لوري د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ جوړ شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.

په نندارتون د لاسي صنایعو، کرنیزو حاصلاتو، ودانیزو توکو، روغتیايي لوازمو او په کوردننه تولید شويو درملو پېژندنې او بازار موندنې په موخه جوړ شوی او له ۴۰ زیاتو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د دغه نندارتون ګډون وال د کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه په کوردننه او بهر د بازار موندنې غوښتنه کوي.

د فاریاب سیمه‌ییز مسوولین وايي دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ له لوري د یوه کورني خصوصي شرکت په همکارۍ جوړ شوی دی.

د فاریاب مرستیال والي، حمیدالله ارشاد، د دغه نندارتون د ارزښت په اړه وايي: «خلک باید د هېواد تولیدات وګوري او له هغو ګټه واخلي. دا ډول نندارتونونه ډېر ګټور او ارزښتمن دي.»

د نندارتون د تنظیم کوونکي شرکت رییس، محمد هاشم وهاج و ویل،دا نندارتونونه د کورنیو صنعتونو په معرفي او وده کې مهم رول لري. د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې موږ پر خپلو پښو ودرېږو او خپل تولیدات زیات کړو.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي