هرات کې د دوو بندونو جوړولو تړون لاسلیک شو

25 جدی 1403 ساعت 9:28

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي په هرات کې یې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د اوبو دوو بندونو جوړولو تړون کړی دی.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي په هرات کې یې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د اوبو دوو بندونو جوړولو تړون کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون لومړۍ برخه ددغو بندونو سروې او طراحي ده او وروسته به یې د جوړولو چارې پیل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد وايي، محترم مولوي عبدالطیف منصور، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، په هرات کې د دوو بندونو د سروې، ډیزاین او پلي کولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د دغې هوکړې پر بنسټ، یاد شرکت کولای شي د سروې او ډیزاین چارې پیل کړي، او د اوبو او انرژۍ وزارت به هم د دې هوکړې له مخې همکاري وکړي.

په هرات کې د اوبو نویو بندونو جوړېدو ته د هرات اوسېدونکي خوشحاله دي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 179405

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179405/

جمهور
  https://www.jomhornews.com