د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي په هرات کې یې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د اوبو دوو بندونو جوړولو تړون کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون لومړۍ برخه ددغو بندونو سروې او طراحي ده او وروسته به یې د جوړولو چارې پیل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد وايي، محترم مولوي عبدالطیف منصور، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، په هرات کې د دوو بندونو د سروې، ډیزاین او پلي کولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د دغې هوکړې پر بنسټ، یاد شرکت کولای شي د سروې او ډیزاین چارې پیل کړي، او د اوبو او انرژۍ وزارت به هم د دې هوکړې له مخې همکاري وکړي.
په هرات کې د اوبو نویو بندونو جوړېدو ته د هرات اوسېدونکي خوشحاله دي.
جمهورخبري آژانس