د ایران کرمان ولایت کې د کډوالو بانکي حسابونه تړل شوي

25 جدی 1403 ساعت 9:24

د راپورونو له مخې د ایران حکومت په کرمان ولایت کې د کډوالو بانکي حسابونه تړلي او له هغوی یې ملا ماتوونکې مالیه اخیستې ده.


د راپورونو له مخې د ایران حکومت په کرمان ولایت کې د کډوالو بانکي حسابونه تړلي او له هغوی یې ملا ماتوونکې مالیه اخیستې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینو ویلي، چې د بانکونو له خوا صادرې شوې فورمې چې له مخې یې بانکي حسابونه تړل شوي، ویلي چې دا طرحه په کرمان ولایت کې پلې شوې ده.

د سرچینو په خبره، کډوال د خپلو بانکي حسابونو د بېرته پرانېستلو لپاره بانکونو ته ورغلي؛ خو هغوی مالیاتي ادارې ته لېږل شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې مالیاتي ادارې د ساده ګارګرو کډوالو پر بانکي حسابونو له ۱۵۰ میلیونو تومانو څخه تر میلیاردونو تومانو مالیه لګولې ده.

د سرچینو د مالوماتو له مخې دا طرح له خبرتیا پرته او په ناڅاپي توګه پلې شوې او د کډوالو ژوند یې ګډوډ کړی دی.

په کرمان کې کډوالو پر ایران غږ کړی چې د ناڅاپي مالیو لګولو پرځای دې له هغوی په قانوني توګه مالیه واخیستل شي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 179404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com