د راپورونو له مخې د ایران حکومت په کرمان ولایت کې د کډوالو بانکي حسابونه تړلي او له هغوی یې ملا ماتوونکې مالیه اخیستې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینو ویلي، چې د بانکونو له خوا صادرې شوې فورمې چې له مخې یې بانکي حسابونه تړل شوي، ویلي چې دا طرحه په کرمان ولایت کې پلې شوې ده.
د سرچینو په خبره، کډوال د خپلو بانکي حسابونو د بېرته پرانېستلو لپاره بانکونو ته ورغلي؛ خو هغوی مالیاتي ادارې ته لېږل شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې مالیاتي ادارې د ساده ګارګرو کډوالو پر بانکي حسابونو له ۱۵۰ میلیونو تومانو څخه تر میلیاردونو تومانو مالیه لګولې ده.
د سرچینو د مالوماتو له مخې دا طرح له خبرتیا پرته او په ناڅاپي توګه پلې شوې او د کډوالو ژوند یې ګډوډ کړی دی.
په کرمان کې کډوالو پر ایران غږ کړی چې د ناڅاپي مالیو لګولو پرځای دې له هغوی په قانوني توګه مالیه واخیستل شي.
جمهورخبري آژآنس