ترکمنستان د افغانستان تولید ۱۵۰زره ټنه ګول سیخ پېري

25 جدی 1403 ساعت 9:16

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې ترکمنستان په روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان تولید ۱۵۰زره ټنه ګول سیخ پېري.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې ترکمنستان په روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان تولید ۱۵۰زره ټنه ګول سیخ پېري.

د یاد وزارت ویاند اخندزاده جواد رسنیو ته ویلي چې، افغانستان د ګول سیخ د تولید په برخه کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی دی.

هغه وایي اوس په هیواد کې د وسپنې ویلې کولو څه باندې ۴۰ کارخونې فعالیت لري او په دغو کارخونو کې په مستقیمه توګه له درې تر څلور زرو تنو په کار بوخت دي.

افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د راکړې ورکړې په حال کې دی، تېر کال پاکستان ته ۶۰ زره ټنه ګول سیخ او په روان کال کې ترکمنستان ته د ۱۵۰ زره ټنه د صادراتو تړون لاسلیک شوی دی.

بلخوا د وسپنې د ویلې کولو ټولنې مسوولین وایي، چې په هیواد کې د فولادو د تولید د کارخونو د ملاتړ لپاره، سرپرست حکومت باید د وسپنې ځينې کانونه د دوی په واک کې ورکړي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 179398

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179398/

جمهور
  https://www.jomhornews.com