د ښوونې او روزنې د برخې فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له افغان نجونو د زدهکړو حق اخیستی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوسفزۍ چې، په اسلاماباد کې «په اسلامي ټولنو کې د ښځو زدهکړې، ننګونې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې غونډې په دویمه ورځ وینا کوله، ویلي چې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې، نجونې پهکې له زدهکړو بېبرخې دي.
ملالې یوسفزۍ ویلي«دغه غونډه به خپله موخه ترلاسه نهکړي؛ که چېرې د افغان نجونو د زدهکړو په تړاو خبرې ونهکړو؛ ځکه افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې، پهکې له شپږم ټولګي پورته زدهکوونکې نجونې په بشپړه توګه له زدهکړو محرومې دي. له څه باندې ۳نیمو کلونو راهیسې طالبانو له هر افغانې نجلۍ د زدهکړو حق سلب کړی دی.»
طالبانو تراوسه د دغې غونډې په تړاو څه نهدي ویلي.
په دې غونډه کې د څه باندې ۴۰ اسلامي هېوادونو او د ځینو نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی؛ چې په اسلامي هېوادونو کې د ښځو د زدهکړو پر وړاندې شته ننګونې او همداراز فرصتونه وڅېړي.
د دغې غونډې په لومړۍ ورځ د اسلامي نړۍ د ټولنې مسوول وویل، دیني عالمان د ښځو د زدهکړو د حق په برخه کې اجماع لري.
ټاکل شوې، د دغې غونډې د دویمې ورځې په پای کې د ګډونوالو له لوري یو پرېکړهلیک هم صادر شي.
جمهورخبري آژانس