د افغانستان بانک: د اسعارو بازارونه تر کنټرول لاندې دي

24 جدی 1403 ساعت 10:06

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت له راټیټیدو وروسته، د افغانستان بانک ویلي چې د هېواد پولي بازارونه په دقیقه توګه تر نظر لاندې لري.


د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت له راټیټیدو وروسته، د افغانستان بانک ویلي چې د هېواد پولي بازارونه په دقیقه توګه تر نظر لاندې لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بانک په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د بیو او مبادلې نرخ د ثبات لپاره به اړین ګامونه پورته کړي. یاد بانک زیاته کړې چې اړینې سرچینې په واک کې لري او د اړتیا پر مهال به د پولي بازارونو  او مالي بنسټونو د افغانیو او اسعارو اړتیاوې پوره کړي.

د یادونې ده چې له څو ورځو راهیسې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوېدلی دی. نن ورځ د هېواد په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۷۴ افغانیو او ۲۰ پیسو بدلېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179382

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179382/

جمهور
  https://www.jomhornews.com