کابل کې د سعو‌دي سفیر د امیرخان متقي سره کتلي

24 جدی 1403 ساعت 10:04

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي دي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت  په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، او په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو پر وړاندې کولو خبرې اترې کړې دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، سرپرست وزیر له سعودي عربستانه غوښتي چې، افغانانو ته د حج او عمرې سهمیه ډېره کړي او په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي.

په خپرپاڼه کې دغه راز د البقمي له قوله لیکل شوي چې، په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د فعالیت بېرته پيلېدو موخه، په دغه هېواد کې له ټولو شته ظرفیتونو استفاده ده.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 179381

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179381/

جمهور
  https://www.jomhornews.com