د بامیانو په ۳ ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې

24 جدی 1403 ساعت 10:02

د بامیانو ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په سیغان، شېبر او ورس ولسوالیو کې د اوبو رسولو د اتو شبکو په جوړېدو سره ۵۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.


د بامیانو ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په سیغان، شېبر او ورس ولسوالیو کې د اوبو رسولو د اتو شبکو په جوړېدو سره ۵۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په یاد ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې دغه شبکې په یادو ولسوالیو کې د ( بي ایچ اې) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیونه ۱۴۶ زره افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

د مسوولینو په خبره په دغو پروژو کې د ۱۳ څاه ګانو د ترمیم د ۹ ذخیرو او نورو اړینو ملحقاتو د جوړولو چارې شاملې دي، چې د کار په جریان کې یې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوه وه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179380

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179380/

جمهور
  https://www.jomhornews.com