۰

د بامیانو په ۳ ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۲
د بامیانو ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په سیغان، شېبر او ورس ولسوالیو کې د اوبو رسولو د اتو شبکو په جوړېدو سره ۵۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د بامیانو په ۳ ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې
د بامیانو ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په سیغان، شېبر او ورس ولسوالیو کې د اوبو رسولو د اتو شبکو په جوړېدو سره ۵۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په یاد ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې دغه شبکې په یادو ولسوالیو کې د ( بي ایچ اې) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیونه ۱۴۶ زره افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

د مسوولینو په خبره په دغو پروژو کې د ۱۳ څاه ګانو د ترمیم د ۹ ذخیرو او نورو اړینو ملحقاتو د جوړولو چارې شاملې دي، چې د کار په جریان کې یې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوه وه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي