کونړ ته د کورنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې

24 جدی 1403 ساعت 9:57

کونړ ولایت ته د کورنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې. دغه ولایت ته تللي سیلانیان د طالبانو له حکومته د ځانګړو اسانتیاوو د برابرېدو په برخه کې، د همکارۍ غوښتنه کوي.


کونړ ولایت ته د کورنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې. دغه ولایت ته تللي سیلانیان د طالبانو له حکومته د ځانګړو اسانتیاوو د برابرېدو په برخه کې، د همکارۍ غوښتنه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ورته مهال سیمه ییز مسوولین وايي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې، ۲۰ بهرنیو او شاوخوا ۳۰۰ زره کورنیو سیلانیانو د کونړ له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې ده.

د سرکاڼو ولسوالۍ نواپاس دره، د مرورې ولسوالۍ غاښي کنډو، د دانګام ولسوالۍ بن شاهي کنډو، څوکۍ ولسوالۍ سپین جومات او د وټه پور ولسوالۍ ګمبېل دره هغه سیمې دي، چې د ګڼو کورنیو او بهرنیو  سیلانیانو پام ور اوښتی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179377

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179377/

جمهور
  https://www.jomhornews.com