ننګرهار کې نایابه نیول شوی وحشي حیوان بېرته خوشې شو

24 جدی 1403 ساعت 9:56

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست ویلي، د ښېوې ولسوالۍ کاشکوټ سیمه کې د کوږ په نوم نایابه وحشي حیوان چې د کوچیانو له لوري نیول شوی و د امنیتي ارګانونو په همغږۍ چاپېریال ساتنې ادارې ته تر سپارل کېدو وروسته بېرته ازاد چاپېریال ته خوشی شوی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وحشي حیوان د روغتیایي وضعیت ته په کتو تر درملنې وروسته د وحشي ژوو او الوتونکو د خوشي کولو لپاره د ټاکل شوې کمېټې د غړو په شتون کې بېرته خپل اصلي چاپېریال ته خوشی شوی.

د معلوماتو له مخې، دغه حیوان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ساتل شویو نوعو په لېست کې شامل د نایابه وحشي حیواناتو له ډلې دی، چې د ایکوسیستم لپاره خورا مهم ارزښت لري.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 179376

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179376/

جمهور
  https://www.jomhornews.com