بلخ کې د صنعتي پارکونو لپاره د ۲۰،۰۰۰ جریبه ځمکې ځانګړې کول

24 جدی 1403 ساعت 9:51

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې دوی په بلخ کې د صنعتي پارکونو لپاره ۲۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.


د بلخ ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې دوی په بلخ کې د صنعتي پارکونو لپاره ۲۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د بلخ ولایت لپاره د طالبانو مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴ مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د ډلې د مشر لخوا تصویب شوي نوي قانون پر بنسټ، ۲۰،۰۰۰ جریبه ځمکه د صنعتي فابریکو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.

په بلخ ولایت کې پارکونه. . طالبانو وویل چې د دې ځمکو په انتخاب کې ټول قانوني، چاپیریالي او نور اړین معیارونه په پام کې نیول شوي دي.

د بلخ والي محمد یوسف وفا وویل چې په دې ولایت کې د پانګونې لپاره د پانګوالو لیوالتیا زیاته شوې او دا اقدام به د بلخ د سوداګرو او پانګوالو ستونزې حل کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com