د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې د خپلو افغان همکارانو د لیږدولو چاره یې غځولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د خپلو افغان همکارانو ملاتړ او د هغوی د لیږدولو بهیر یې غځولی دی. نوموړي ویلي، هېواد یې د خپلو همکارانو تر څنګ ولاړ دی او په دې برخه کې به خپلې ټولې ژمنې ترسره کړي.
تر دې میاشت وړاندې د امریکا استازو جرګې هم د «افغان همکارانو» د ملاتړ قانون تصویب کړ چې په هغه کې امریکا ته د دغو افغانانو د کورنیو د لیږدولو مسله هم یاده شوې وه.
جمهورخبري آژانس