د تورخم له لارې لسګونه اسناد لرونکي کډوال هم را ایستل شوي

20 جدی 1403 ساعت 7:42

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام په تېره یوه اوونۍ کې کابو ۲۴۰ کسان او کورنۍ چې، ډېری یې اسناد لرونکي دي د تورخم له لارې په جبري توګه هیواد ته را ستانه شوي دي.


له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام په تېره یوه اوونۍ کې کابو ۲۴۰ کسان او کورنۍ چې، ډېری یې اسناد لرونکي دي د تورخم له لارې په جبري توګه هیواد ته را ستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ورته مهال تازه را ایستل شوي د پاکستان پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي او وایي چې، د پاکستاني حکومت د ظلم او ځورونو له امله یې ژوند له کړاو سره مخ وو.

تازه را ایستل شوي ځینې نور افغان کډوال شکایت کوي چې، د پاکستان پولیسو په تورخم کې په ناقانونه ډول او د وهلو ډبولو په زور پیسې ترې اخيستې دي.

ورته مهال، د سیمه‌ییز مسوولینو د شمېرو له مخې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه شااوخوا ٢٤٠ کسانو او کورنۍ په جبري ډول را ایستل شوي چې، ډېری هغو یې قانوني اسناد هم لرل.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 179265

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179265/

جمهور
  https://www.jomhornews.com