د افغانستان ۳۲ سلنه وګړو ته د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړل شوی

19 جدی 1403 ساعت 15:54

د ملګرو ملتونو د خوړو د خوندیتوب د طبقه بندي څانګې اعلان کړی، چې په درېیو میاشتو کې به ۳۲ سلنه افغانان د خوراکي توکو له سخت خوندیتوب سره مخ شي.


د ملګرو ملتونو د خوړو د خوندیتوب د طبقه بندي څانګې اعلان کړی، چې په درېیو میاشتو کې به ۳۲ سلنه افغانان د خوراکي توکو له سخت خوندیتوب سره مخ شي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوراکي خوندیتوب د پړاوونو د طبقه بندي څانګې نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۹مه) په یوه تحلیل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال له نوامبر څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې ۱۴.۸ میلیونه وګړي چې د افغانستان د ټول نفوس ۳۲٪ برخه جوړوي، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په کچه کې به وي او "عاجل" بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په دې تحلیل کې چې د خوړو خوندیتوب په څلورو پړاوونو کې تعریف شوی او افغانستان په وروستیو درېیو پړاوونو کې دی، ویل شوي چې ۳.۱ میلیونه کسان به په «اضطراري» پړاو کې او ۱۱.۶ میلیونه کسان به د «ناورین» په مرحله کې وي.

د ملګرو ملتونو د دې برخې د تحلیل له مخې دا شمېره د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۱ میلیونه کسان کم دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د هېواد د وګړو د خوراکي خوندیتوب په برخه کې یو څه ښه والی راغلی او تر ډېره په دې موده کې د بشري خوراکي توکو، بیړنیو کرنیزو مرستو او د کرنیزو محصولاتو په راټولولو پورې اړه لري.

د ملګرو ملتونو د خوراکي خوندیتوب د پړاوونو طبقه بندي وايي، چې د ۲۰۲۴ کال له سپټمبر څخه تر اکتوبر میاشتې پورې شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه وګړي چې د هېواد د ټول نفوس ۲۵ سلنه جوړوي، په دې موده کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ وو.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو ته د افغانستان له سپارلو سره په هېواد کې د بې وزلۍ او وزګارتيا کچه اوج ته رسېدلې او ځوانان له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179249

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179249/

جمهور
  https://www.jomhornews.com