ذبیح الله مجاهد ویلي، سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې ویاند طلوع نیوز ته تایید کړې، چې په دوحه کې د موقت حکومت د سیاسي دفتر پخوانی رییس سهیل شاهین په قطر کې د افغانستان د سفارت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
ذبیح الله مجاهد همداراز زیاته کړه چې د دغه سفارت پخوانی رئیس محمد نعیم د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
جمهورخبري آژانس