په اسلام اباد کې د طالبانو د ډلې سفیر احمد شکیب د خیبر پښتونخوا د کرم سیمې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په کتنه کې وویل چې د طالبانو امارت له ټولو خواوو سره د ښو اړیکو د ټینګولو هڅه کوي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې شکیب ټینګار وکړ چې د طالبانو امارت د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د خلکو لپاره بشپړ امنیت او ثبات غواړي، څو په ګډه په سوله کې ژوند وکړي.
دغه طالب زیاته کړه چې د طالبانو امارت هڅه کوي چې د شته ستونزو د دوام پر ځای د دغې فرضي کرښې دواړو غاړو ته د خلکو تر منځ رامنځته شویو ستونزو ته د حل مناسبه لار ومومي.
په دې غونډه کې د خیبر پښتونخوا د کرم سیمې دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مېشتو پښتنو پر اړیکو، دواړو غاړو ته د تګ راتګ لپاره د نویو لارو پر پرانیستلو او د کرم سیمې پر اوسني وضعیت خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس