د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې وسله والو دوه پولیس په ډزو وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د غزني خېل په نوم سیمه کې شوې چې وسله وال تر برید وروسته تښتېدلي.
ځايي سرچینې وایي، برید داسې مهال شوی چې دغه دواړه پولیس له شپنۍ دندې څخه سهار وختي بېرته کورونو ته پر لاره وو.
تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله والې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
تر دې څلور ورځې وړاندې په یوې بله پېښه کې د همدې سیمې، لکي مروت څلور پولیس هم د ناڅرګنده وسله والو له لوري تښتول شوي چې لا یې هم درک نه دی معلوم.