د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال افغانستان کې ۱۴.۸ میلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوچا د دې شمېرو په اعلانولو سره لیکلي چې د بشرپالو شریکانو لپاره ۱۴.۲ میلیون وګړو ته د مرستې رسول لومړیتوب دی او د دې خلګو د ملاتړ لپاره ۱.۰۹ میلیارد ډالریزې بودجې ته اړتیا لري.
اوچا تر دې وړاندې ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري او د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د بودجې د کمښت له امله سږ کال په ژمي کې نشي کولای چې په افغانستان کې له ۷ میلیون وګړو سره مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس