۰

کرکټ: افغانستان په ټېسټ لوبه کې هم زمبابوې ته ماته ورکړه

دوشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۲
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې د زمبابوې ملي لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر سره ماته ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې د زمبابوې ملي لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر سره ماته ورکړه.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې د زمبابوې په کوربه توب د تېرې پنشنبې په ورځ پیل شوې وه، نن دوشنبې د مرغومي ۱۶ مه د افغانستان په بریا پای ته ورسېده.

د لوبې پچه زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې وکړې.

د لوبې په دویمه ورځ زمبابوې لوبډلې د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف پوره او پر افغان لوبډله یې ۸۶ منډې زیاتې وکړې.

په درېمه ورځ افغان لوبډلې خپله دویمه پاڼې توپ وهنه پیل کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۶۳ منډې وکړې او پر زمبابوې لوبډلې یې ۲۷۸ هدف کېښودل.

خو زمبابوې لوډلې د لوبې په څلورمه او پنځمه ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۲۰۵ منډې وکړې او د ۷۲ منډو په توپیر یې دغه لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.

په توپ اچونه کې راشد خان ۷ ویکټې تر لاسه کړې، چې په دې سره د لوبې غوره لوبغاړی شوی او دغه راز رحمت شاه چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې یې ۲۳۹ او په دویمه هغه کې یې ۱۳۹ منډې وکړې د دغه لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
 
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ ټېسټ لوبه د باران له امله مساوي اعلان شوه.
 
باید وویل شي، چې افغانستان له دې ټېسټ لوبو وړاندې له زمبابوې د ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ وګټلې.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي