په فاریاب ولایت کې سخته یخنۍ دوه کسان مړه شول

17 جدی 1403 ساعت 9:28

په فاریاب ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سختې یخنۍ له امله دوه تنه مړه شوي دي.


په فاریاب ولایت کې د طالبانو  سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سختې یخنۍ له امله دوه تنه مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي ویلي، دغه دوه کسان د پښتونکوټ ولسوالۍ د عرب اقسای کلي اوسېدونکي وو او کوهستان ولسوالۍ ته د کار او روزګار په موخه تللي وو.

طالبانو ویلي چې دغه دوه تنه د ترکستان په تربند سیمه کې د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.

د هغه په ​​وينا، يو تن وژل شوى چې خدايداد نومېږي، خو د دويم کس هويت تر اوسه نه دى څرګند شوى او جسد يې تر واورو لاندې دى.

طالبانو اعلان کړی چې د جسد د موندلو لپاره د سیمه ییزو چارواکو هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 179162

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179162/

جمهور
  https://www.jomhornews.com