۰

په سرپل کې د "سلطان ابراهیم بند" پروژه به ډېر ژر پیل شي

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د طالبانو د ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وویل چې دغه ډله به ډیر ژر د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د پروژې کار پیل کړي.
په سرپل کې د "سلطان ابراهیم بند" پروژه به ډېر ژر پیل شي
د طالبانو د ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وویل چې دغه ډله به ډیر ژر د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د پروژې کار پیل کړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت نن (د مرغومي ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور له مولوي محمد ظریف سره کتلي دي.

د سرپل ولایت لپاره د طالبانو والي د اوبو او انرژۍ د پراختیایي پروژو په برخه کې د دغه ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په هغه کې یې د سلطان ابراهیم بند د پروژې د عملي پیل غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د سرپل والي ته ډاډ ورکړ چې د هېواد په محرومو او لرې پرتو ولایتونو کې چې سرپل هم په دې کتګورۍ کې شامل دی، د پراختیايي پروژو پلي کول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي وويل چې د دغه وزارت له خوا به لازمې هڅې وشي تر څو د سرپل ولايت د سلطان ابراهيم بند د تطبيق زمينه برابره او عملي کار يې پيل شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي