برېښنا شرکت:

له تخار او جوزجان مو ۱۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

16 جدی 1403 ساعت 5:51

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په تېره لېندۍ میاشت کې، یې په تخار او جوزجان کې څه باندې ۱۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.


د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په تېره لېندۍ میاشت کې، یې په تخار او جوزجان کې څه باندې ۱۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه عواید په تخار او جوزجان کې د پلورل شوې برېښنا او متفرقه خدمتونو د وړاندې کولو له درکه راټول شوي چې له دې جملې څه باندې ۵۳ میلیونه ۴۴۶ زره افغانۍ له تخار او څه باندې ۶۹ میلیونه ۵۹۱ زره افغانۍ یې له جوزجان څخه دي.

د افغانستان برېښنا شرکت په هېواد کې له ټولو پېرودونکو څخه غوښتي، چې د خپلې برېښنا د لګښت پیسې دې په وخت تحویلې کړي؛ ترڅو د هېواد د برېښنا له درکه د ګاونډیو صادروونکو هېوادونو پیسې بیرته هغوی ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179124

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com