طالبانو د هیواد له اوو ولایتونو څخه ۳۱ تنه نیولي دي

13 جدی 1403 ساعت 12:59

د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې د هېواد له اوو ولایتونو څخه ۳۱ تنه د غلا په تور نیولي دي.


د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې د هېواد له اوو ولایتونو څخه ۳۱ تنه د غلا په تور نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هېواد د کورنیو چارو وزارت د پنشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ډلې جنګیالیو د هېواد له اوو ولایتونو څخه ۳۱ تنه د غلا په تور نیولي دي.

 طالبانو ویلي چې په نیمروز ولایت کې ۷ تنه د غلا په تور نیول شوي، په سرپل کې ۹ تنه مسلکي غله نیول شوي، په بلخ کې ۹ تنه، په هرات کې ۳ تنه او په فراه، بلخ او ارزګان ولایتونو کې ۳ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179080

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179080/

جمهور
  https://www.jomhornews.com