طالبانو په پوځ کې د ۶۰۰ پنجشیري ځوانانو د استخدام اعلان وکړ

12 جدی 1403 ساعت 20:25

د پنجشیر ولایت والي اعلان کړی چې دغې ډلې د ملا هبت الله اخندزاده په امر له پنجشیر څخه ۶۰۰ ځوانان په اردو او ۵۰۰ نور د پولیسو په لیکو کې ګمارلي دي.


د پنجشیر ولایت والي اعلان کړی چې دغې ډلې د ملا هبت الله اخندزاده په امر له پنجشیر څخه ۶۰۰ ځوانان په اردو او ۵۰۰ نور د پولیسو په لیکو کې ګمارلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو د والي د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پنجشیر ۱۰۶ تنه ځوان رضاکاران د طالبانو د پوځ په لیکو کې شامل او د پوځي زده کړو لپاره په کابل کې روزنیز مرکز ته استول شوي دي.

د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو د ډلې والي حافظ محمد اغا حکيم وويل چې د دغې ډلې د غير حاضر مشر د حکم له مخې، ٦٠٠ تنه ځوانان د اردو په ليکو کې او ٥٠٠ تنه نور د اردو په ليکو کې استخدام شوي دي.

پولیس د پوځي روزنې لپاره واستول شول. د طالبانو ډله ادعا کوي، چې په تېرو دوو کلونو کې تر ۲۰ زرو ډېرو ځوانانو ته د کانونو، دولتي ادارو، اردو او پولیسو په لیکو کې د کار زمینه برابره شوې ده.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 179062

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179062/

جمهور
  https://www.jomhornews.com