له پاکستانه د افغان کډوال د را ایستلو د بیا پیل احتمال

12 جدی 1403 ساعت 10:07

ځینو پاکستاني رسنیو له دغه هیواده د اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو له احتمالي ایستلو خبر ورکړی.


ځینو پاکستاني رسنیو له دغه هیواده د اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو له احتمالي ایستلو خبر ورکړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستان د حکومت له لوري ناقانونه افغان کډوالو ته د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو سره سم، ځینو پاکستاني رسنیو د هغو افغان کډوالو د اېستلو د احتمال خبر ورکړی چې د ای سي سي کارتونه لري.

د راپورونو لمخې، یو شمېر افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر بیا پيلېدو ته اندېښمن دي د خپلو ستونزو د حلېدو غوښتنه کوي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال، احسان احمدزی  وايي: دلته په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر چې دی، هغه فعاله دی نو دوی ته پکار دا ده چې دغې موضوع ته یوه د حل لار پیدا کړي څو دوی له دغې ستونزې راووځي. 

د کډوالو د حقونو یو فعال، نوید دانشیار هم وايي: "نړۍوالې ادارې، په ځانګړي توګه IOM او UNHCR، باید ځانګړي ګامونه پورته کړي، چې په کې د کوربه هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ترمنځ د هر اړخیزو همکاريو پیاوړتیا شامله ده." 

که څه هم تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د افغان بې اسنادو کډوالو د اېستلو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د ۲۰۲۴ کال تر پای ته رسېدو وروسته به په اسلام آباد کې هغو افغانانو ته د اوسېدو اجازه ورنه کړي چې قانوني اسناد نه لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179045

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179045/

جمهور
  https://www.jomhornews.com