د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

12 جدی 1403 ساعت 9:56

د هواپېژندنې ادارې دهیواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی دی.


د هواپېژندنې ادارې دهیواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې  او باران ورېدو اټکل کړی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې یادې ادارې پرون سه شنبه په یوه لیکلي بیان کې، له ننګرهار، لغمان، نورستان، کاپیسا، کونړ او تخار پرته د هیواد په ټولو ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د مالوماتو له مخې په بېلابېلو سیمو کې به د واورې کچه د ۱۰ او ۵۰ سانتي مترو او د باران کچه د ۱۵ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي. داسې مهال چې په هیواد کې د ژمي موسم پیل شوی ډېری خلک په بازارونو کې د سوند توکو د بیو له لوړوالي، شکایت کوي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې نه شي اخیستلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ د ژمي له پیلېدو وړاندې ویلي و، چې سږنی سخت ژمی ښايي د افغانستان د میلیونونه خلکو ژوند وګواښي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179042

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179042/

جمهور
  https://www.jomhornews.com