د خوست مرکز اړوند سورواک سیمه کې کلینیک فعال شوی

12 جدی 1403 ساعت 9:49

د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند سورواک سیمه کې کلونه وړاندې جوړی شوی کلینیک بېرته فعال شوی دی.


د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند سورواک سیمه کې کلونه وړاندې جوړی شوی کلینیک بېرته فعال شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دې کلینیک په فعالېدو سره د یادې سیمې ۱۵ زره اوسېدونکو ته، چې پخوا یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود، دوی ته به په د روغتیايي برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

د مسوولینو په خبره د اوس لپاره دغه روغتیايي مرکز د ورځې ۸ ساعته خدمات وړاندې کوي، خو په نږدې راتلونکي کې به دا خدمات ۲۴ ساعتونو ته وغځوي.

په یاد ولایت کې ځایي مسوولین وایي، چې په خوست کې ۸ نور کلینیکونه هم شتون لري چې ودانۍ یې جوړې دي خو خدمات پکې نه وړاندې کېږي.

د دوی په خبره پلان لري، چې هغه هم فعال کړي؛ ترڅو خلک ترې ګټه واخلي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179039

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179039/

جمهور
  https://www.jomhornews.com