سږ کال بامیانو کې د شاتو تولید ۱۲ سلنه زیات شوی

9 جدی 1403 ساعت 10:22

د بامیانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په روان لمریز کال کې، د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې، د مچیو روزنې له فارمونو له ۴۲ ټنو زیات شاتو له تولید څخه خبر ورکوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خو ځینې شات پلورونکي وايي، بازار کې د ناخالصو شاتو زیاتوالی، د پروسس او بسته بندۍ امکاناتو نشتوالی او د خلکو خبراب اقتصادي وضعیت له امله، په دغه ولایت کې د شاتو د پلور بازار پيکه شوی دی.

دوی هېواد ته د بې کیفیته شاتو د مخنیوي غوښتنه کوي. د دوی په خبره که بامیانو کې د مچیو لرونکو ستونزو ته رسېدنه وشي، دغه ولایت کې به د سلګونه کورنیو اقتصادي ودې باندې مثبت اغېز ولري.

جمهورخبري آژآنس
 
د مطلب کود: 178975

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178975/

جمهور
  https://www.jomhornews.com