۰

طالبانو له سیمه ییزو بنسټونو سره د همکارۍ درې تړونونه لاسلیک کړل

یکشنبه ۹ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۳
د طالبانو ډلې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې له سیمه ییزو بنسټونو سره د همکارۍ درې تړونونه لاسلیک کړي دي.
طالبانو له سیمه ییزو بنسټونو سره د همکارۍ درې تړونونه لاسلیک کړل
د طالبانو ډلې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې له سیمه ییزو بنسټونو سره د همکارۍ درې تړونونه لاسلیک کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه (د مرغومي ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دغه هېواد سره د ۹ میلیونه ۴۸۴ زره ۹۷۸ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې تړونونه لاسلیک شول.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو په وزارت کې د کارډیډ موسسو WHH OHW, PRB، افغانانو د ښوونې او روزنې او د خطر څخه د خلاصون په برخه کې د افغانانو د ملاتړ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه تفاهم لیک له مخې، د کارډایډ WHH، OHW، PRB بنسټونه به په کابل، بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو کې ۱۳ زره ۶۱۰ راستنیدونکو او کوربه کورنیو ته د نغدي مرستو او غیر خوراکي توکو د وېش په برخه کې ۹ میلیونه ۴۶۷ زره ۷۸ ډالره مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د عایشه خاطري انسټیټیوټ په کابل ولایت کې ۴۰ راستنیدونکو ته د حرفوي زده کړو، سواد زده کړې او د ګنډلو ماشینونو د ویش په برخه کې ۵۶۹۱۳ ډالره او د پوهنې د ملاتړ انستیتیوت د ۱۴۰ بې ځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د خوراکي توکو د بسته بندۍ په برخه کې ۲۱،۲۹۶ ډالره مرسته وکړه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي