د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د غزني ولایت په ۶ ولسوالیو کې د ۱۷ ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د پوهنې وزارت د یکشنبې په ورځ (مرغومي ۹) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزني ولایت په ۶ ولسوالیو کې د ۱۷ ښوونځیو د بیارغونې پروژه، چې د… څه موده وړاندې د پوهنې له بودجې څخه د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوی و بشپړې شوې.
د غزني ولايت دپوهنې رييس دپوهنې ، ښوونې او روزنې په عمومي کولو کې دښوونې او روزنې مرکزونه دهېواد دپرمختګ له اساسي عناصرو څخه وبلل او له خلکو يې وغوښتل چې دښوونځيو په ساتنه کې خپل ديني او ملي مسووليت ادا کړي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو ډلې له درې کلنې واکمنۍ وروسته د ټولنې نيمايي برخه (ښځې او نجونې) له کار او زده کړو بې برخې کړې.
جمهورخبري آژانس