د طالبانو د ډلې غیر حاضر مشر ملا هیبت الله اخندزاده په یوه پنځه ماده ایز فرمان کې امر کړی چې د کورونو کړکۍ دې داسې سینګار شي چې د ګاونډیو میرمنې د پخولو، ناست او پورته کیدو په وخت کې ونه لیدل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یکشنبه (د مرغومي ۹ مه) په خپله ایکس پاڼه کې د دغې ډلې د غیر حاضر مشر پنځه ماده ییز حکم خپور کړی دی.
په لومړۍ ماده کې راغلي چې که یو څوک وغواړي چې ودانۍ جوړه کړي او له هغه څخه د یوه سړک په فاصله کې بله ودانۍ وي، دا سړی نشي کولی د خپلې ودانۍ کړکۍ د پخلنځي، د اوبو څاه یا د هغه ځای په لور کېږدي، چې ښځې معمولا ناست وي او لیدل کیږي.
د طالبانو د ډلې غیر حاضر مشر د دغه فرمان په دویمه ماده کې ویلي دي چې که چا د خپل کور کړکۍ د ګاونډي د کور په لور کېښوده، د هغه په مخ کې دې د انسان په شان لوړ دیوال جوړ کړي.
جمهورخبري آژآنس