په بامیانو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د منع فرمان صادر شو

8 جدی 1403 ساعت 16:56

په بامیانو کې د طالبانو والي ملا عبدالله سرحدي د خپلو پخوانیو غونډو برعکس؛ نوموړي په مرکزي زون کې د یوناما له مسوول سره د خپلې ناستې ویډیو خپره نه کړه.


په بامیانو کې د طالبانو والي ملا عبدالله سرحدي د خپلو پخوانیو غونډو برعکس؛ نوموړي په مرکزي زون کې د یوناما له مسوول سره د خپلې ناستې ویډیو خپره نه کړه.

په هغه خبرپاڼه کې چې د يوناما له مشر سره د هغه د مطبوعاتي دفتر پر فيسبوک پاڼه خپره شوې، د غونډې کوم انځور نه دى خپور شوى او پر ځاى يې د باميانو ولايت د ودانۍ انځور خپور شوى دى.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ آغلې سارا دیمول؛ د افغانستان په مرکزي زون کې د یوناما مشر نن سهار په دغه ولایت کې د طالبانو له والي مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل او د امنیت او د مخدره موادو د کښت په اړه یې خبرې وکړې.

په همدې حال کې دوې اوونۍ وړاندې دغه طالب چارواکي د فنوس د انځورګرۍ په ورکشاپ کې د خپل انځور شوي جدول هرکلی وکړ.

د بامیانو ځینې سرچینې وايي: په دې وروستیو کې مولوي سرحدي له رسنیو سره له مرکې کولو ډډه کوي، په داسې حال کې چې له دې وړاندې یې له رسنیو سره د مرکې کولو لېوالتیا درلوده.

عبدالله سرحدي د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته له نږدې کسانو څخه دی او ویل کیږي چې د لوړو زده کړو، پوهنې او چارو له وزیرانو وروسته د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته څلورم نږدې کس دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178955

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178955/

جمهور
  https://www.jomhornews.com