د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان وايي، پر افغانستان د بمبارۍ او د کډوالو د جبري ایستلو له کبله په پاکستان کې ترهګري کمه شوې نه ده خو کرکه ورسره ډېره شوې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې عمران خان پرون د اډیالې په زندان کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې وویل، ادعا کېده چې که افغان کډوال په زور وایستل شي نو ترهګري به ورسره کمه شي خو دې کار د امنیت له ښه کېدو سره مرسته ونه کړه مګر د دوو هیوادونو ترمنځ یې کرکه زیاته کړه.
عمران خان له وکیلانو او خبریالانو سره خپلې خبرې پر خپله ایکسپاڼه کې خپرې کړي او ویلي چې پاکستان پر افغانستان دوه ځلې بمباري کړې ده.
جمهورخبري آژانس