خلیلزاد: پاکستاني ځواکونو پکتیکا کې لسګونه ملکي وګړي وژلي

8 جدی 1403 ساعت 10:06

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د یوناما د راپور لمخې پاکستاني ځواکونو افغان خاوره کې لسګونه ملکي وګړي وژلي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د یوناما د راپور لمخې پاکستاني ځواکونو افغان خاوره کې لسګونه ملکي وګړي وژلي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، دا لومړی ځل نه دی چې، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د وینې تویولو امر کوي، تېر نومبر میاشت یې هم په ​​اسلام آباد کې د سوله ییزو لاریون کوونکو ‌د وژلو امر کړی و.

هغه ویلي، د بې ګناه ملکي وګړو وژنه د اسلامي اصولو خلاف ده او د پاکستان دا کړنې خپله د پاکستان او سیمې لپاره خطرناکې او ویجاړونکې دي چې باید پر خپلو پالیسیو بیاکتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178931

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com