د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د یوناما د راپور لمخې پاکستاني ځواکونو افغان خاوره کې لسګونه ملکي وګړي وژلي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، دا لومړی ځل نه دی چې، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د وینې تویولو امر کوي، تېر نومبر میاشت یې هم په اسلام آباد کې د سوله ییزو لاریون کوونکو د وژلو امر کړی و.
هغه ویلي، د بې ګناه ملکي وګړو وژنه د اسلامي اصولو خلاف ده او د پاکستان دا کړنې خپله د پاکستان او سیمې لپاره خطرناکې او ویجاړونکې دي چې باید پر خپلو پالیسیو بیاکتنه وکړي.
جمهورخبري آژانس