امرالله صالح:

زه د افغانستان ولسمشر یم او په دې چوکۍ به خپلې دندې ته دوام ورکوم

8 جدی 1403 ساعت 9:56

امرالله صالح چې د اشرف غني په څېر له افغانستانه تښتېدلی، وايي چې د قانون له مخې او له ولسمشره له تېښتې وروسته اوس د افغانستان ولسمشر دی.


 امرالله صالح چې د اشرف غني په څېر له افغانستانه تښتېدلی، وايي چې د قانون له مخې او له ولسمشره له تېښتې وروسته اوس د افغانستان ولسمشر دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه پیغام کې لیکلي: د هېواد د اساسي قانون له مخې که ولسمشر له هېواده وتښتي، د ولسمشر لومړی مرستیال قانوني دی. زه به په دې موقف کې خپلو دندو ته دوام ورکوم.»

هغه زیاته کړه، ما خپل ټول توان د خپل هېواد د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره ورکړ، زه تل د خپلو خلکو او خاورې په خدمت کې یم.

د طالبانو تر واکمنۍ او د کابل له سقوط او اشرف غني له هېواده وتښتېدو وروسته امرالله صالح پنجشیر ته ولاړ او هلته یې ځان د افغانستان موقت ولسمشر اعلان کړ او له احمد مسعود سره یې د طالبانو پر ضد د یوې جبهې د جوړولو اعلان وکړ.

صالح له احمد مسعود سره تر هغه وروسته تاجکستان ته وتښتېد چې پنجشیر دره د طالبانو له خوا ونیول شوه.

صالح په خپل پيغام کې ليکلي، چې زه نه تښتم، بلکې ولاړ يم او د خپل هېواد د ښې راتلونکې د جوړولو هڅه به کوم. زه به تل د خپلو خلکو سره یم.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178927

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178927/

جمهور
  https://www.jomhornews.com