۰

فراه کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې

پنجشنبه ۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۶
د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
فراه کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې
د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه شبکه دیادې ولسوالۍ په شیوان پایین کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه او ۱۱۸ رزه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې په پرمټ یې د سیمې ۳۲۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

یاده شبکه د ۲۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې چارې یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوي او ورسره د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابرې شوې وه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي