د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د لنډې مودې لپاره بلخ ته راغلې ده

6 جدی 1403 ساعت 10:01

د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د بلخ ولایت حیرتان بندر ښارګوټي ته راغلې او د ۵ ورځو لپاره به د ناروغانو وړیا درملنه وکړي.


د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د بلخ ولایت حیرتان بندر ښارګوټي ته راغلې او د ۵ ورځو لپاره به د ناروغانو وړیا درملنه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینه وايي، دغه ډله د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ د لا ټینګښت په موخه راغلې او له ځان سره یې درمل، طبي تجهیزات، او خوراکي توکي هم راوړي دي

سرچینې زیاته کړې چې، د ازبکستان ۳۴ متخصص ډاکټران به د حیرتان په ښارګوټي کې د بېلابېلو ناروغیو درملنه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې ازبکستان د طبي مرستو ترڅنګ د ۳۰ ټنه اوړه، ۱۰ ټنه وریجې، ۱۰ بورۍ بوره، ۳۵ زره لیتره غوړي، ۱۰ ټنه مکروني، او د ۲۰ قلمه غوښې مرسته هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178897

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178897/

جمهور
  https://www.jomhornews.com