کندوز کې د ۷۰ ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې دي

6 جدی 1403 ساعت 10:00

د کندوز ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې د څه باندې ۷۰ ټولګټو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی دی.


د کندوز ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې د څه باندې ۷۰ ټولګټو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه پروژې د یو شمېر همکارو موسسو په مالي ملاتړ پلې شوې دي.

په دې پروژو ټولټال ۲۵۶ میلیونه ۶۲۱ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې له ډلې څخه یې د ۵۰ پروژو چارې بشپړې شوې او پاتې نورې د بشپړېدو په حال کې دي.

مسوولینو ویلي، چې د دې پروژو موخه د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د ژوند ښه کېدل دي، چې په کې د سړکونو پخول، د پلچکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول، د څاګانو کيندل او د چکډېمونو رغول شامل دي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178896

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178896/

جمهور
  https://www.jomhornews.com