عامې روغتیا وزارت: د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې روغتونونه جوړېږي

6 جدی 1403 ساعت 9:59

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي، چې د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د ودانیو د جوړېدو لپاره بودیجه منظوره شوې ده.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي، چې د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د ودانیو د جوړېدو لپاره بودیجه منظوره شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نور جلال جلالي ویلي، چې دمګړۍ د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسېدونکي ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. هغه زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې ۱۳ زره بسترونه شته چې د دغو روغتونونو له جوړېدو سره به لس زره نور بسترونه هم جوړ شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست دغه راز ویلي، چې د یادو روغتونونو، لپاره د بودیجې له منظورۍ وروسته یې قانوني مراحل هم ترسره شوي او تدارکاتي پروسه یې عملاً پیل کیږي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې په دغو ۳۱۸ روغتونونو کې څه باندې ۲۷ زره روغتیایي پرسونل ته اړتیا ده چې په خبره یې هر روغتون به پنځه روغتیايي څانګې ولري.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 178895

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178895/

جمهور
  https://www.jomhornews.com