۰

امارت د پاکستان له حکومت سره مثبتو اړیکو ته لېواله دی

چهارشنبه ۵ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۵
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل کې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ننګونو پر حل خبرې کړې دي.
امارت د پاکستان له حکومت سره مثبتو اړیکو ته لېواله دی
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل کې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ننګونو پر حل خبرې کړې دي. 

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي محمد صادق سره کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د پاکستان له حکومت سره مثبتو اړیکو ته لېواله دی. ښاغلي متقي دغه راز زیاته کړې چې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همغږۍ په زیاتېدو سره سوداګریزه او ټرانزیټي راکړه ورکړه هم پراخوالی مومي.

د پاکستان ځانګړي استازي هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتنه کې یې سیمه کې د سولې او پرمختګ لپاره پر همکاریو هوکړه کړې ده. 
 
په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست له نوموړي سره جلا کتنه کې د ګډې همکارۍ له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سیاسي ستونزو پر حل ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، له دې لارې باید د اړیکو د زیانمنېدو مخه ونیول شي.

محمد صادق د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره دغه کتنه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شته ننګونو لمنځه وړلو ته پر ژمنتیا ټینګار کړی دی. 

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي